ساده كيك

comments 0

لازم مواد :-

  • ويلي غوړي نيم ګيلاس .
  • بوره يو ګيلاس .
  • د چرګي هګۍ درې دانې .
  • اوړه دوه ګيلاسه .
  • شيدې د ګيلاس دريمه برخه .
  • بيكينـګ پوډر دوې د چايو كاچغي .
  • وانيل يا هېل لږ څه.

د جوړولو طریقه:

لومړى غوړي او بوره سره واچوى ښه يې سره و وهى بيا هګۍ ور ماتي كړى دومره يې سره و وهى چي لكه كريم داسي سي بيا شيدې ور واچوى وروسته بيا پيكينـګ پوډر او اوړه سره ګډ كړى او ور وايې چوى او ښه يې سره ګډ كړى يا يې د كيك دېګ چي د مخه مو لا ګرم كړى دى ور واچوى په 40 يا 50 دقيقې كي پخېږي.

Comments