سادات: داعش ملاتړي له لاسه ورکړي

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات وایي، داعش په سیمه کې د یو شمیر هیوادونو ملاتړ له لاسه ورکړی او په افغانستان کې به ژر مات شې.
د کورنیو چارو وزارت امنیتې مرستیال خوشحال سادات چې د کونړ او نورستان ولایتونو په سفر تللی و ویلي، کونړ کې به داعش او نورې ډلې مهار او له منځه یوسي.
سادات باور ښودلی چې داعش په افغانستان کې نور ځای نه لري او افغان ځواکونه یې په تعقیب دي چې دا ډله بیخي له منځه یوسي.
سادات وایي، داعش ډله اوس له ډله ییزو بریدونو وتلې او د ځان ساتلو لپاره ځینو ځایونو کې راښکاره کیږي.
خوشحال دا څرګندونې تېره ورځ کونړ ته د سفر په مهال کړي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محیب هم د امنیتې وضعیت ازروني په موخه ورسره تللی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments