زیړې او ډولونه یې

comments 0

دمخه به هر ډول ناروغۍ ډیرې وې، خو په وروسته پاتې هېواد افغانستان کې د هر ډول مرض تشخیص ممکن نه و او نه به په روغتونو کې هغه وسایل وو چې د ډول ډول نارغیو تشخیص دې پرې وکړل شي.
د نړیوالې روغتیایی سروې له مخې، دا مهال په هېواد کې پنځه سلنه ناروغان په ډول ډول زېړي اخته دي خو تشخیص یې نه دی شوې. که پوره تشخیص یې وشي، درملنه به یې هم وشي، خو درملنه هغه وخت امکان لري چې په یوه هېواد کې د ولس لپاره دولتي روغتونونه موجود وي څو د غریب ولس درملنه په وړیا توګه وکړي. په اوس وخت کې، په افغانستان کې ولسي وګړي د غربت له امله په شخصي کلینیکونو کې د لوړو فیسونو د ورکولو توان نه لري.
په افغانستان کې که د مخه تور- سپین او زېړ زېړی موجود ؤ، ولسي طبیبانو یې په فولکلوریکه درملنه تکیه درلوده چې د هغه وخت په یوناني او فولکلوریکه درملنه ولسي وګړو پوره ډاډ درلود او ښه درملنه هم وه چې په طبیعي ډول به له جرړو بوټو درمل جوړېدل.
له کومه وخته چې په افغانستان کې نشه يي توکې زیات شوي دي، مرضونه هم زیات شوي دي چې د نورو لاملونوڅخه په زېړي د اخته کېدو یو لامل د نشه یي توکو استعمال دی چې د تور- سپین او زېړ زېړي علاوه په نورو سختو مرضونو انسان اخته کوي.
دا مهال که هېواد ته په میلیاردونه ډالر را وړل شول، خو بیا هم د مرضونو د درملنو لپاره افغانان بهر هېوادونو ته روان دي. په هېواد کې د بهرنیو پوځونو پوځي اډه چې د (فینیکس) په نوم یادېده، اوس د نورو مرضونو تر څنګ په نشه يي توکو د اخته ځوانانو د درملنې مرکز دی چې دزیړي ناروغان هم پکې لیدل کېږي او تر درملنې لاندې دي، خو هغه مریضان چې اقتصاد یې ښه وي بهرهېوادونو ته د درملنې لپاره روان وي.

په عمومي توګه تور او سپین زیړی په نشه يي توکو روږدو کسانو کې ډېر لیدل کیږي چې یو ډول وایروس دی او په اسانۍ سره یو بل ته انتقالېدای شي چې د دې دواړو زیړیو درملنه په نشه د عادتو کسانو په اسانۍ سره د وایروس په انتقال اخته کېدای شي.
روغتیاپوهان وايي، زیړي په پنځه ډوله وي خو ترڅلورو ډولونو یې پنځم ډول تور زیړي خطرناک دی.که یو مریض د درملنې پر مهال له نامناسبو خوراکونو پرهیز ونه وکړي درملنې یې نوره هم ستونزمنه کیږي.
د تور زیړي علامې دا دي چې د انسان د شونډو دننه برخه او شاو خوا ژیړیږي، خوراک ته یې زړه نه کیږي، په زیړي اخته انسان باندی سرګرځي، که یې مرض اوږد او درملنه یې په وخت و نه کړل شي نس او پښې يې پړسئږي، تبه یې هر وخت نیسي، زړه یې بد بد کیږي، په نس ناستي اخته کیږي، په بدن کې یې سستي راځي او نور هغه علامې دي چې انسان په عادي توګه خپل ژوند په سالمه توګه سر ته نه شي رسولای.
تور زیړی اوس په هغو هېوادونو کې چې ولس یې په غربت کې ژوند کوي، د مریضانو کچه یې مخ په زیاتېدو ده چې له دې امله یې په هرو درې میاشتو کې نوي نوي درمل تیاریږي. ځکه خو د تور زیړي د درملو یادونه دلته نه شو کولای، که یې وکړو امکان لري د تېر وخت په پرتله نوي غوره درمل یې تیار کړل شوي وي. غوره دا ده چې انسان په ځان کې د تور زیړي نښانې وګوري، باید ژر روغتون ته ولاړ او خپل تشخیص وکړي.

Comments