زیړوک کې نښتې شوي دي

comments 0

هندوکش ـ ښرنه: د پکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې دوه طالبان وژل شوي او دری نور ټپیان شوي دي.

د زیړوک امنیه قوماندان شیخ مینکی شینواری وایي، وسلوالو طالبانو تیر ماښام ناوخته د دې ولسوالۍ د کیخوم سیمي په پوسته برید وکړ چې په مقابلو ډزو کې یاده مرګ ژوبله ور واوښته.

هغه وایي، نښته کې دوی ته مرګ ژوبله نده اوښتې خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې ذکر شي وایي، له جګړې وروسته یې د طالبانو یو مړی او دوه ټپیان لېدلي.

Comments