زیدان د جذابو ستورو په لټه کې!

comments 0

هندوکش_ سپورټ: زین الدین زیدان په پام کې لري تر څو د ژمي په موسم کې چې د بدلون رابدلون فصل دی فعال حضور ولري او نوموتي ستوري د ریال مادرید ‌‌‌‌‌‌ډلې ته راولي.
د ریال مادرید کلپ په اوړي کې خپل دوه مهم لوبغاړي(جميز أو موراتا) له لاسه ورکړل او د خپل لوب‌‌‌‌‌‌ډل مشر زیدان لاسونه یې تش پرېښودل.
اوس مهال ریال د لالیګا په دیارلسمه اونۍ کې له خپل رقیب ټیم بارسلونا څخه ٧ امتیازه شاته دی او دا مسئله په هېڅ وجه د ریال مادرید مدیرانوانو ته د منلو وړ نده ځکه هغوی تل د هسکې رتبې غوښتونکي دي او دا مسله سبب شوې چې دوی نوموتي ستوري راوبولي.
که څه هم زین الدین زیدان تل د خپلو لوبغاړو څخه دفاع کړې حتی تر دې چې د رسنیو له نیوکو سره مخ شوی.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply