زور واکي د سرطان دانه / سید عبدالله پاچا

comments 0

افغانستان کې زور واکي یو فرهنګ ګرځیدلی دی، ځینې کسان له خپل نفوذ په ګټنې داسې کارونه کوي چې ان ترهګر یې هم نه کوي.
افغان ځانګړي ځواکونه ژمن دي چې زور واکي سرکوب کړي، خو دا چې ځینو برخو کې له مصلحت کار اخیستل کیږی، دا په دې مانا نه ده چې ګنې زور واکي زورور دي او افغان ځواکونه یې مخه نه شي نیولی.
د بهرنیو استخباراتو نفوذ او داخلي ګډوډي هغه عمده لاملونه دي چې زور واکو ته یې فرصت برابر کړی دی، که ترهګري نه وای، بیا په اسانۍ سره کیدلی شول چې زور واکي مهار او قانون ته غاړه کیږدي.
په ټوله کې افغان ولس له زور واکۍ په تنګ راغلی، خو زور واکي بیا له قومي او ژبني ادرس په ګټنې ځان له هر ډول قانون مبرا ګڼي.
تاسو ولیدل چې تېرو پنځه کلونو کې د زور واکو پرضد مبارزه شوې، ځینې زندانونو ته تللي، ځینې څارنوالۍ کې دوسیې لري، ځینې لارې ته راغلي او نورو ته فرصت لیدل کیږي چې کله ونیول شي او د قانون میز ته د حساب لپاره کینول شي.
زور واکی د هیڅ قوم، هیڅ سمت او هیڅ ژبي پورې اړوند نه دی، هر قوم، ژبه او سمت زور واکی لري او پرضد یې باید داسې ګام پورته شي چې و نه ویل شي چې فلانی زور واکی مستثنا دی.
همداسې شوي هم دي، هر هغه څوک چې له قانون سرغړونه کوي، له خلکو باج اخلي، انسان تښتونې کوي، عامه نظم ګډوډي پرضد یې اقدام شوی او افغانان د دې شاهدان دي.
افغانان ټول پر حکومت نیوکه لري چې د زور واکو پرضد مبارزه نه کیږي، افغان ټول غواړي چې د زور واکۍ فرهنګ له منځه لاړ شي، ځکه پوهیږي چې زور واکي له ترهګرو خطرناک دی.
ترهګر خط لري، سیمه یې مالومه ده، ښار کې نه شي ګرخیدلی، له دولتي حاکمیت بیرون دي، خو زور واکي د دولت په کنټرول لاندې سیمو کې ان د دولت له امکاناتو ګټه پورته کوي.
افغانستان کې ویلی شو چې دې هر څه ته ترهګرۍ لار هواره کړې، که افغان ځواکونه له طالبانو سره جګړه کې نه وی مصروف هیچا دا جرات نه شو کولی چې د نظام او حکومت پرضد وسله پورته کړي او یا یې پریکړې وننګوي.
خو زور واکی او مافیا پوهیږي چې افغان ځواکونه او حکومت له طالبانو سره جګړه کې مخامخ دی او دوی ته یې ژر پآم نه اوړي.
که افغان ځواکونه له زور واکو سره اخته شي، طالبانو ته فرصت برابریږي چې خپل نور کارونه وکړي، یا د زور واکي له نفوذ ګټه پورته کړي او یا د افغان ځواکونو له مصروفیت ګټه پورته کړي او نور جنایتونه وکړي.
کله چې وضعیت سم شي او ثبات رامنځ ته شي، بیا هیڅوک نه توانیږي چې د افغان ځواکونو، نظام او حکومت پرضد ودریږي.

Comments