زندانیان له تضمین او شرط پرته نه خوشې کیږي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې د پنځه زره طالب بندیانو یادوونه کړې او د دې بندیانو خوشې کیدل یې له امریکا غوښتي و، خو زندانیان د افغان دولت په زندانونو کې دي.
طالبانو داسې فکر کو چې له امریکا سره هوکړه یې وکړه او هر څه به اوس د امریکا په واک کې وي او امریکا به یې مخ ته وړي.
یانې افغان حکومت یې هیڅ دې موضوع کې نه شمېره، خو کله چې د بندیانو د خوشې کیدو موضوع راپورته شوه، افغان دولت ورته وویل چې موږ زندانیان نه خوشې کو.
طالبانو فکر کو چې زموږ پنځه زره زندانیان به همداسې پرته له قید او شرط خوشې شي، خو افغان حکومت ورته وویل چې تر څو شرطونه و نه منئ، هیڅ بندي به له زندان ازاد نه شي.
همغه و چې افغان حکومت ته یو شین څراغ ورکول شو او د طالب زندنیانو د خوشې کیدو په بدل کې به طالبان مجبور دي چې ځینې شرطونه ومني.
طالبانو په یو ځل د پڼځه زره بندیانو خوشې کیدل غوښتل، خو افغان حکومت ورته په ډاګه کړه چې بندیان خپله پروسه لري او د یو میکانیزم له لارې به خوشې کیږي.
همغه و چې ولسمشر د بندیانو د خوشې کیدو فرمان د سه شنبې په ماښام ورکړ، دا فرمان په څلور مادو کې دی او هره ماده یې تفصیل سره لیکل شوې ده.
لومړی به د طالبانو ۱۵۰۰ بندیان خوشې کیږي او د دې په بدل کې به طالبان تاوتریخوالی کموي.
تاسو ولیدل چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته طالبانو یو ځل بیا جګړه پيل کړه او بیلابیلو ولایتونو کې یې بریدونه وکړل چې عام خلک او ملکي وګړي یې قرباني و.
کله چې افغان حکومت ولیدل چې طالبان له تاوتریخوالي لاس نه اخلي، نو یې د زندانیانو د خوشې کیدو سره مخالفت وکړ.
اوس چې طالبانو یو ځل بیا منلې چې تاوتریخوالی کموي، نو زندانیانو د خوشې کیدو فرمان لاسلیک شو، داسې فرمان چې هره ماده یې مشروطه ده.
طالبان به د ۱۵۰۰ بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې د تاوتریخوالی کموي او د سولې مذاکراتو ته به چمتووالی نیسي.
د طالبانو پاتې ۳۵۰۰ نور بندیان چې د افغان دولت په زندانونو کې دي او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په بدل کې یې د خوشې کیدو ژمنه شوې، په ترتیب او وقفه يي ډول خوشې کیږي.
له یو نیم زر طالب بندیانو له خوشې کیدو سره به طالبان مخامخ خبرو ته حاضر کیږي او کله چې خبرې مخ ته لاړې پاتې نور بندیان به هم ازاد شي.
طالبان دې نه فاتح هوا سر کې غږوي او نه د بل، له امریکا سره هوکړه یې کړې او له افغان دولت سره یې مذاکرات پاتې دي، هغه څه چې امریکا سره تړاو لري، امریکا یې کوي او هغه څه چې له افغان دولت سره تړاو لري، افغان دولت به یې کوي، خو په دې شرط چې طالبان به هم د بندیانو خوشې کیدو بدل کې کوي.
ولس به پوښتنه کوي چې د طالب بندیانو خوشې کیدو یې په ژوند څه اغیز کړی، طالب بندیانو څخه تضمین اخیستل کیږي چې بیا به د جګړې لیکو ته نه ځي.

Comments