زنجبیل یا ادرک مو له درده لرې ساتي

comments 0

یو له روغتیایي او ګټورو بوټو څخه زنجبیل یا ادرک بلل کیږي چې د ګڼو لا علاجه ناروغیو لپاره ګټور درمل دي.
شونډچي په عربي کي ورته زنجبیل په انګریزي کې Ginger اوپه فارسي ژبه کې ورته ادرک ویل کیږي د تودو سیمو له حاصلاتو څخه غوره بوټی دی اوپه هر پخلي کي چي ګډشي خونداوبوی یې ورسموي.
شونډ ډېر ډولونه لري اونومونه یې هم بېل دي “بلدي،شامي،زنجبیل العجم،زنجبیل فارسي،زنجبیل الکلاب زنجبیل الهندي“ دغه وروستني ته یې کفوف هم ویل کیږي اوکثیرالاستعمال هم همدغه دی .
خو ادرک چې هر ډول وي، یو ډول روغتیایي ګټې لري.
د زنجبیل یادونه په قرآن او حدیث دواړو کې شوې او د ګټو په هکله یې ستر محقق ابوعلي ابن سیناء ویلي چې څوک په کومه سخته ناروغي اخته وي له همدې بوټي دې استفاده وکړي.
نوموړي ادرک د معدې د تیزابو د لمنځه وړلو، د سترګو د نظر د زیاتوالي، دوامدارې سردردۍ او د حافظې د قوي کولو لپاره اغیزمن درمل بللي.
امام ابن القیم رح وایي، زنجبیل“ادرک“ د ستوني د قوي کولو او د هاضمې په راوستلو کې مهم رول لري؛ دغه راز ادرک د هغه چا لپاره ډیر مؤثر دي چې د کوروالي کولو توان نه لري.
روغتیا پوهان وایي، ادرک د هغو ماشومانو لپاره چې د شپې مهال په خپله بستره کې متیازې کوي هم ګټور درمل دي.
دغه راز د اعصابو د کمزورۍ، د تنفسي ناروغۍ، د عضلاتو د دردونو ،د پښتورګو د درد او د زکام لپاره زیاته ګټه لري.

Comments