زمبابوی افغانستان ته ماتې ورکړه

comments 0

هندوکش – شارجه: د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په دوېمه يوه ورځنۍ لوبه کې له افغانستانه برابر غچ واخېست.
په تېره لومړۍ لوبه کې چې افغانستان څومره هدف ورکړی و او زمبابوې يې په خلاف څومره منډې کړې وې، په دويمه لوبه کې ټول هماغومره برابر تکرار شول.
زمبابوې ۳۳۴ منډې هدف ورکړ چې افغانستان يې په ځواب کې ۱۷۹ منډې وکړې او په ۱۵۴ منډو يې ماته ورکړه.
زمبابوې او افغانستان اوس په دغه سيريز کې يو په يو برابر دي او درېمه سيالۍ به سبا ماسپښين پېل کړي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply