زلمې خلیل زاد افغانستان په چارو کې رسما د امریکا ځانګړي استازی شو

comments 0

هندوکش – امریکا : د امریکایې رسنیو پر بنسټ زلمی خلیلزاد په رسمي توګه د افغانستان سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه په دنده ګمارل شوې دې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوې اعلامیې کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به د امریکا په استازیتوب د افغانستان سولې په پروسه کې ګډون کوي.
پامپیو په اعلامیه کې ویلي، (( زه ډاډه یم چې خلیلزاد دا وړتیا لري چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي، موږ خوښ یو چې خلیلزاد د خلکو خدمت ته بیا حاضر شوی، د خلیلزاد په ګمارنې
سره موږ هغه ته بیا ښه رغلاست وايو، د ده ګمارنه په ډاګه کوي چې موږ په افغانستان کې د یو داسې سولې غوښتونکې یو چې د امریکا د خلکو امنیت تضمین کړي، دا زموږ موخه ده، موږپه
دې برخه کې خپل ټيم لرو چې دغه کار ترسره کړي.))
اعلامیه زیاتوي چې د زلمي خلیلزاد دنده به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره زمینه برابرول وي.
پامپیو په خپل اعلامیې کې زیاته کړې چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره له خلیلزاد څخه وړ کس نه شته او پخپله دنده کې به بریالی وي.
فکور نعیمي

Comments