زلمی خلیلزاد په اووم سفر روان شو

comments 0

هندوکش – امریکا: زلمي خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې خپل اووم سفر پیل کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د افغان سولې برخه کې د دغه وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل اووم سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، خلیلزاد به د هند، پاکستان، قطر، روسیې، او برتانیې ته سفرونه وکړي.
د دې سفرونو موخه د عمومي سولې لپاره هغه هلې ځلې دي چي غواړي د افغانستان د کشالې لپاره سیاسي حل پيدا کړي.
ویل کېږي، کابل کې به خلیلزاد د افغان حکومت او نورو افغانانو سره سلا مشورې وکړي چې څنګه کولی شي د یو داسې بین الافغاني خبرو لپاره کار وکړي چې وروستۍ پایله یې سیاسي روغه جوړه وي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیل زاد به هڅه وکړي چې د افغان سولې لپاره د لندن، مسکو، اسلام اباد او نوي ډيلي ملاتړ ترلاسه کړي.
دغه راز خبرپاڼې ويلي، خلیلزاد به قطر کې له طالبانو سره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments