زلمی خلیلزاد رسما د امریکا سلاکار شو

comments 0

هندوکش – امریکا : په عراق او افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په چوکات کې د افغانستان په چارو کې د سلاکار په توګه وګمارل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، رسنیو ته ویلي چې زلمی خلیلزاد به په بهرنیو چارو وزارت کې د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شي، څو د سولې خبرو او د افغانستان په چارو کې خپلې مشورې ورکړي.
دغه راز پامپیو ویلي، پاکستان ته به قناعت ورکړي چې د افغان سولې په خبرو کې تر امکان حده د طالبانو هڅولو کې خپله ونډه واخلي.
پامپیو ویلي، د افغان سولې بهیر په اړه به خپل وړاندیزونه پاکستان ته وړاندې کړي او د پاکستان وړاندیزونه به هم واوري او غور به پرې وکړي.
پاکستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره دا لومړی ځل دی چې د امریکا لوړپوړی ډيپلوماټ پاکستان ته ځي.
فکور نعیمي

Comments