زلمی خلیلزاد: د امریکا نظامیان په قطر کې له طالبانو سره یو ځای د القاعده د عملیاتو او عملي اقداماتو څارنه او ارزونه کوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپله وروستی مرکه کې چې پرون خپره شوه وایې، چې اوس مهال په قطر کې د امریکا نظامیان او طالبان پر ګډ کار بوخت دي، او د القاعده شبکې د عملیاتو او عملي اقداماتو څارنه او ارزونه کوي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې امریکا او نړۍ هېڅ وخت دې ته چمتو نه ده چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او افغانان دې ډاډه اوسي چې د دوی په حقونو به معامله نه کیږي.
موږ او نړۍ د اسلامي امارت احیا نه منو، په رسمیت یې نه پیژنو، طالبان به القاعده ترهګر ځپي، دوحه کې ورسره زموږ نظامیان ناست دي، د دوی د عملیاتو او عملي اقداماتو څارنه او ارزونه به کوي، موږ افغانانو ته ډاډ ورکوو چې د دوی په حقونو معامله نه کیږي.))
دا په داسې حال کې چې امریکا او طالبان د سولې په هوکړه کې پر دې سلا شوي، چې طالبان به نه یواځې د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرېکوي، بلکې د ځپلو لپاره به یې د امریکا سره ګډ نظامي او استخباراتي کار هم کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments