زلمی خلیلزاد:ښکېلې خواوې دې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي،چې د سولې بهیر دې ګړاندۍ او ژر د بین الافغاني خبرې پیل کړي.
ښاغلي خلیلزاد د اګست ۱۵مه(زمري۲۵مه) د افغان حکومت د سولې مذاکراتي ټېم پر غړي فوزیه کوفي باندې وسلوال برید غندلی او دا برید یې د هغه کسانو کار بللی دی چې د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي او د سولې خبرو د ځنډولو او ګډودوال غواړي.
ښاغلي خلیلزاد په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:”زه پر ښکېلو خواوو غږ کوم چې د سولې په لټه کې دي چې نه یوازې دغه برید وغندي، بلکې د سولې پروسه دې ګړندۍ کړي او بین الافغاني خبرې دې زر پيل کړي.”
له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي ټېم غړې فوزیه کوفي وړمه ورځ د کابل ـ پروان لویه لار د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ کې د ناڅرګندو کسانو برید کې ټپي شوې ده.
دغه برید مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډل په غاړه نه دی اخیستی.
زلمی خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو د خلاصېدو د بهیر تر پیلېدو وروسته د بین الافغاني خبرو پیلېدو هیلې زیاتې شوي دي.
افغان حکومت تر دا مهاله د یادو طالب بندیانو له ډلې څخه د ۸۰ تنه ازاد شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments