زلمی خليلزاد: د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ ويلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي او ويلي یې دي، “طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو”.
ارګ ويلي، د شنبې په ورځ مازيګر اشرف غني د زلمي خلیلزاد سره وليدل، او دغه کتنه کې خليلزاد افغان ولسمشر او نور چارواکي د طالبانو او پاکستاني چارواکو سره په وروستيو خبرو اترو خبر کړل.
د ارګ په بيان کې ويل شوي خليلزاد ويلي “د عملي مېکانزم په بنياد د اوربند او تاو تريخوالي او پايداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته په تمه يو”.
خليلزاد د پاکستاني چارواکو سره د ليدنو په اړوند اشرف غني او نورو چارواکو ته احوال ور کړی او زیاته کړې یې ده، د پاکستان سره يې د سولې د خبرو ترڅنګ په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو په اړوند هم خبرې شوي دي.
په پاکستان کې د امریکا سفارتخانې ویلي، زلمي خليلزاد په ۳۱م جنورۍ د پاکستان په سفر کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ليدلي وو.
ويل شوي نوموړي د پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په سر خبرې کړي او د افغانستان د سولې په لړ کې يې د پاکستان د هڅو هرکلی کړی دی.
د امریکا سره د خبرو لپاره په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې وياند سهېل شاهين د جنورۍ په ۱۷م ويلي ؤ د امریکې د مذکراتي ټيم سره یې د توافقنامې د لاسليک او اړونده مراسمو په سر خبرې شوي او دغو خبرو ته يې ګټورې ويلې وې.
شاهين له دغې وروسته په ۲۱م جنورۍ ويلي ؤ چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او بهرنيو ځواکونو د مشر سکاټ ملر سره ليده کاته هم شوي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments