زلمي خلیلزاد قطر او افغانستان ته تازه سفر پیل کړو

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد قطر او افغانستان ته په سفر تللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی خلیل‌زاد به په قطر کې د طالبانو له استازو سره د امریکا او طالبانو د موافقې پر تطبیق بحث وکړي.
د اعلامیې په حواله خلیل‌زاد به له طالب استازو د تاوتریخوالي د کمولو ترڅنګ د هغو اقداماتو غوښتنه وکړي چې د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل لپاره ضروري ګڼل کېږي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شوه.
زلمی خلیل‌زاد به په کابل کې د حکومت له لوړ رتبه مشرانو سره هم وګوري او د هغو اقداماتو غوښتنه به وکړي چې ژر تر ژره بین‌الافغاني مذاکرو ته زمینه برابروي.
فکور نعیمي

Comments