زلمي خلیلزاد؛ د افغان سولې په تړاو د انګلستان او پاکستان له سفیرانو سره کتلي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د افغانستان د امنیت او ثبات په تړاو د انګلستان او پاکستان له سفیرانو سره لیدلي دي.
خلیل زاد په خپل ټویټر پاڼه نن سهار لیکلي دا لیدنې یې تیره شپه کړي دي.
خلیل زاد لیکلي، په واشنګټن کې یې د یادو هېوادونو له سفیرانو سره وکتل او هغوی ته یې وویل، افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو سره به ټول له امنیت ګټه واخلي او اقتصادي ګټې به یې ټولو ته ورسیږي.
پاکستان په نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو کې د انګلستان پوخ ملګری یادیږي خو سره له دې بیا هم په دې هېواد تور دی چې ترهګرو لپاره یې روزنځایونه جوړ کړي او هر ډول سیاسي او پوځي ملاتړ یې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments