زرمت کې پر طالبانو هوايي برید شوی

comments 0

هندوکش – پکتیا: پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې څلور وسله وال ووژل شول.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې برید پرون ماښام د سورګي سیمه کې د غوڅ ملاتړ الوتکې په هغه کرولا موټر وکړ چې طالبان یې لیږدول.
تبسم زیاتوي چې د برید په پایله کې څلور وسله وال وژل شوي او یو ټپي دی.
د تبسم په خبره چې برید کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply