زرمت کې پرطالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې هوايي برید څلور طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم ویلي، برید د بهرنیو ځواکونو الوتکې په هغه ډاډسن موټر کړی چې وسله وال یې لیږدول.
تبسم د برید کره ځای د زرمت ولسوالۍ نیازیانو سیمه ښودلې.
په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم کس هم شامل دی چې د زرمت ولسوالۍ اړوند سیمو کې به یې ورانکاره فعالیتونه کول.
عمران احمدزۍ

Comments