زرمت کې بهرنیو ځواکونو پر طالبانو برید کړی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې څلور وسله وال ووژل.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې تیره شپه د زرمت دولتزیو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو الوتکې د وسله والو پیکپ موټر په نښه او څلور وسله وال په کې وژل شوي.
سردار ولي تبسم همدا راز وایي چې د وسله والو د هاوان یوه مرمۍ د پکتیا پټان ولسوالۍ تنګې سیمه کې لګیدلې له کبله یې یو دوولس کلن ماشوم ټپي شوی.
طالبانو د دغه پیښو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Comments