زبیر مسعود: داعش غواړي روسیې ته ځان ورسوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د امنیت شورای مشاور وایي «داعش چې له تاجکستان، ازبکستان او چچین نه افغانستان ته راځي غواړي روسیه خپل هدف وګرځوي».
الجزیرې نه په خپور شوي ویدیو کې راغلي چې زبیر مسعود وايي «دداعش ډلي اساسي هدف د افغانستان له لاري روسیی ته رسیدل دي. او د سوریه په شان افغانستان ته ترهګر د نورو هیوادونو لکه : ازبکستان، تاجکستان، چچین او …… راځي».
د نوموړي په وینا افغانستان یو استراتيژیک ځاې دې او داعش ډله په ساده ګې کولای شي روسیې ته ځان ورسوي.
دولت وزیري د ملي دفاع وزارت ویاند په دې تړاو وایې که چیرې داعش ډلې ته زمینه مساعده شې نو داعش ډله به سیمه او ګاونډي هیوادونه په آرامه پری نږدي.
دا په داسې حال کې دی چې د روسیې او طالبان ترمنځ اړیکې تر دې حده تینګې شوي چې روسیه طالبانو ته تسلیحاتي مرستو تر څنګ نظامي مشوري هم ورکوي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply