زاخېلوال: طالبانو توپير کړی دی

comments 0

هندوکش – اسلام آباد: اسلام اباد کې افغان سفیر غوښتنه کړې چې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه دې دواړه خواوې طالبان او افغان حکومت یو بل وبښي.
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له امریکاغږ سره په خبرو کې ویلي، اوسني طالبان د ملا محمد عمر مجاهد د وخت نه دي او توپیر یې کړی دی.
د نوموړي په وینا طالبانو ته باید په قدرت کې ونډه ورکړل شي او عمومي بښنه په کې بنسټيز رول لري.
دغه راز زاخیلوال ویلي چې افغانستان او پاکستان له ښه اړیکو پرته بله لاره نه لري او باید چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ هم روغه جوړه وشي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply