زابل کې ۲ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – زابل: سویل کې د پوځ مسوولین وایي، زابل کې د هوايي برید پر مهال دوه وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، تېره شپه افغان هوايي، ځواکونو د زابل نوبهار ولسوالۍ اړوند “موسازی”کلي کې پر طالب وسله والو هوايي برید کړی.
علوي وایي، د برید په ترڅ کې يې دوه وسله وال وژل شوي او د هغوی یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
زابل کې تېره ورځ هم بریدونه شوي و چې په پایله کې یې یو شمېر طالبان وژل شوي و.
طالبان په لیرې پرتو سیمو کې هوايي بریدونو وارخطا کړي او ډیر کله خپل مړي د ملکي وګړو په قطار کې وهي چې د خلکو غبرګونونه راپورته کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments