زابل کې ۱۳ کاله وروسته ښوونځي پرانیستل شول

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۳کاله وروسته څلور تړل شوي ښوونځي پرانیستل شول.
دغه ښوونځي په ناامنه سيمو کې ۱۳کاله وړاندې د طالبانو له لورې تړل شوي وو، د قومي مشرانو د هڅو په مټ بیا پرانیستل شول.
د معلوماتو له مخې د دغو ښوونځيو په بیا پرانیستلو سره تر دا مهال د یادې ولسوالۍ اوه سوه او شل زده کوونکو د شمولیت لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.
د زابل د پوهنې رییس نصر الله زاهد وایي، د ولسي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب یې داسې ښوونځي بیرته پرانیستي، چې د ناامنیو په ګډون د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي وو.
د زابل والي رحمت الله یارمل په خبره په روان او راتلونکي کال کې به د دې ولایت په هغو سيمو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي، چې تر اوسه یې زده کوونکو له ودانۍ پرته زده کړې کولې.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments