زابل کې پوځي عملیات پيل کیږي

comments 0

هندوکش – زابل: افغان ځانګړي ځواکونه زابل کې د وسله والو پر ضد پوځي عمليات پېلوي
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، چې دې ولایت ته له کوچني اختر څخه مخکې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو پوليسو دوه سوه کسيزه قطعه رسېدلې او ډېر ژر به د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پېل کړي.
سيال وویل د پوځي عملياتو ډېر تمرکز به پر هغو سیمو وي، چې وسله والو وروستيو کې پکښې د پرمختګ هڅه کوله.
سيال وویل د پوځي عملياتو ډېر تمرکز به پر هغو سیمو وي، چې وسله والو وروستيو کې پکښې د پرمختګ هڅه کوله.
د زابل چارواکي پر داسي مهال دې ولایت کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو د پېلېدو خبر ورکوي، چې تازه افغان ځواکونو د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونيوله.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments