زابل کې پر طالبانو هوايي برید شوی

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل ولایت مقام وايي، زابل کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو دووه مهم قوماندانان ووژل شول.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، تېره شپه بهرنیو هوايي ځواکونو د کلات ښار اړوند “اومکي باوړيو” سيمه کې پر طالب وسله والو برید کړی، چې په پایله کې يې درې وسله وال وژل شوي.
د سیال په خبره؛ په وژل شویو وسله والو کې د “اسد او سنګري” په نومونو دوه طالب قوماندانان هم شامل دي.
دا دوه طالب قومندانان په زابل کې په ورانکارو کړنو کې لوی لاس درلود او زیات شمېر ماینونه یې د سړک پر غاړو ايښې دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments