زابل کې پرطالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – زابل: زابل کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د يو قومندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن یحی علوي وایي، تېر ماښام د ايساف ځواکونو له لورې د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ ” خاکې” سيمه کې پر وسله والو هوايي برید شوی چې په پايله کې يې د محمد نعيم په نوم د طالبانو د يو ځايي قومندان په ګډون درې وسله وال وژلي دي.
طالب وسله والو تر اوسه د دغه هوايي برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
خو د طالبانو ځینو سرچینو منلې چې برید د دوی په ملګرو شوی او مرګ ژوبله ورته اووښتې ده.
عبدالله اڅکزې

Comments