زابل کې ملي اردو د پوهنې ریاست سره د کمپیوټرونو مرسته کړې

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وایې چې د اداري کارنو چټکتیا په موخه ملي اردو ورسره د کمپیوټرونو مرسته کړې ده.
د چارواکو په وینا مرسته شوي کمپیوټرونه اته ویش پایې دي چې د 205 اتل قول اردو لخوا ورکړل شوي دي.
د دوهمې پلې لوا د ګارنیزیون قوماندان جګړن امام الدین همرا د دغه کمپيوټرونو د سپارلو پر مهال وویل د افغانستان د دفاع وزارت د هیواد ساتني تر څنګ د تعلیم او تریبې ودي ته هم ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي خپل امکانات د پوهنې د ودې لپاره وکاروي.
نوموړي وویل د دفاع وزارت د لارښووني مطابق اته ویشت ډيسکټاپ کمپيوټرونه نن د ښوونې او روزنې ریاست ته ورکړل تر څو هغوی په خپلو دفتري او تعلیمي کارونو کې ورڅخه استفاده وکړي.
جګړن امام الدین وویل په اینده کې به هم د دوی دا ډول مرستي دوام وکړي.
د زابل ولایت د پوهني د ریاست مسوولین د ملي اردو له مرستو مننه کوي او وایي دا دول همکاري به تعلیمي بهیر تقویه کړي او موجوده ستونزي به تر یو حده را کمي کړي.
د دې ولایت د پوهنې د ریاست تدریسي مرستیال روزي محمد صدیقي وایي له ورکول سویو کمپيوټرونو به د اداري کارونو په چټکتیا کي کار واخلي ځکه دوی په دې برخه کې ډېرې ستونزي لري.
نوموړي زیاته کړه پاته کمپیوټرونه به ښوونځیو ته وویشي تر څو زده کوونکي له معلوماتي ټکنالوژۍ سره بلد سي.
د یادوې وړ ده چې تردې وړاند هم د ملي اردو زړوړو ځواکونو بیلابیلو ولایتونو کې خلکو سره ورته مرستې کړي دي.
ننګیالې کوهنورد

Comments