زابل کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې ۲۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل امنیه قوماندان محمد مصطفا میار وايي، د شینکۍ ولسوالۍ اړوند سيمو کې د طالبانو او پولیسو تر منځ نښتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او اوه وسله نور ټپيان دي.
مایار وايي، دغو بریدونو کې څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې زابل د طالبانو په هدیره بدل شوی او هره ورځ پکې زیات شمېر طالبان وژل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments