زابل کې طالبانو او افغان ځواکونو جګړه کړې

comments 0

هندوکش – زابل: سویل کې د پوځ مسوولین وایي،د زابل په ارغنداب ولسوالي کې د نښتو پر مهال وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، تېره شپه د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او ګډو ځواکونو تر منځ نښتې شوي، چې پر مهال یې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
، په دغو جګړو کې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان احسان الله ملامت په ګډون اووه پولیس برسېرن ټپیان شوي، چې تر درملنې وروسته بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
زابل کې د طالبانو پرضد چاڼیز عملیات هم دوام لري چې هوایي ځواک یې ملاتړ کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments