زابل کې سخت عملیات شوي

comments 0

هندوکش – زابل: زابل کې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند محمد عیسا صادق وایي، د زابل د ارغنداب ولسوالۍ اړونه “سرکلی” کې تېره ورځ د دوهمې پلې لوا ځواکونو عملیات تر سره کړی، چې پر مهال يې اووه وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
عملیات دوام لري چې ځینې سیمو څخه وسله وال وشړل شي.
په دې عملیاتو کې له څو ورځو راهیسې زیات نور طالبان هم وژل شوي دي.
عمران احمدزی

Comments