زابل کې د یو برید مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل پولیس وایي، په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د ځانمرګي برید مخه ونيول شوه.
د زابل د امنیه قوماندان مصطفا مایار په خبره، تېره ورځ یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې شینکۍ ولسوالۍ صدوخان کلي کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه برید وکړي، چې د پولیسو له لورې یې مخنیوی شوې ده.
د مایار په خبره، بریدګر هدف ته له رسیدو وړاندې په نښه شوی او له منځه تللی دی.
تراوسه مالومه نه ده چې بریدګر څوک و خو په د ولایت کې د کورنیو طالبانو تر څنګ پنجابیان هم جګړه کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments