زابل کې د چاودیدونکو توکو زیرمه کشف شوې

comments 0

هندوکش – زابل: پولیس وایي، زابل کې د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه له منځه وړل شوې ده
د زابل امنیه قوماندان، معراج الدین سادات وايي، تېره ورځ یې د شینکۍ ولسوالۍ اړوند “سيوري” سيمه کې د کشفي معلوماتو له مخې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې ( زر ۱۰۰۰)بوجۍ چاودېدونکي توکي نيولي او له منځه وړي دي.
هغه د یادو چاودېدونکو توکو کشف یوه لویه لاسته راونه ګڼي او وايي، چې که له منځه نه وای وړل شوي، ښايي یوه خونړۍ پېښه یې رامنځته کړې وای.
د دغو چاودېدونکو توکو د تړاو په اړه څوک نه دي نيول شوي او تر اوسه یې په اړه کومې ډلې هم څه نه دي ویلې.
عمران احمدزې

Comments