زابل کې د هغو سرتیرو له کورنیو سره مرسته وشوه، چې په جګړه کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي و

comments 0

هندوکش ــ زابل: د زابل ولایت په مرکز کلات ښارکې داتل قول اردو د دوهمې لوا قوماندانۍ له هغو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه، چې د کورنۍ غړي یې په جګړه کې شهیدان شوي و.
زابل کې د دوهمې پلې لوا قوماندان صفي الله نجرابي وایي، چې په یادو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، بوره، شین چای او یو شمیر نور اړین توکي شامل و.
نوموړی زیاتوي، مونږ به هیڅکله د خپلو سرتېرو قربانۍ هېرې نه کړو او له دوی سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړو.
ننګیالی کوهنورد

Comments