زابل کې د موټر بم مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش – زابل: زابل په اټغر ولسوالۍ کې د یوه موټربم برید مخه نيول شوي او ۱۴ وسله وال وژل شوي
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېر ماسپښين درې بجې هوايي ځواکونو د زابل په اټغر ولسوالۍ کې پر طالب وسله والو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۱۴ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دراني په خبره په دغو بریدونو کې د طالب وسله والو لاسته ورغلی هغه رنجر هم له منځه وړل شوی، چې په کندهار کې د یوه موټربم برید په موخه چارج شوی و.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments