زابل کې د لوی برید مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش – زابل: له زابل څخه راپورونه وایي، موټر بم تیر ماخوستن د ملي امنیت سرتیرو او ملي پولیسو د کلات ښار اړوند بسکي پله سیمه کې کشف او له منځه وړی دی.
د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي ، دغه موټر بم برید پر کلات ښار د یوې لویې حملې لپاره چمتو شوی وو چې افغان امنیتي او استخباراتو ادارو یې هڅه شنډه کړه.
ددغه موټر بم په تړاو نه څوک نیول شوي او نه یې هم کومې ډلې مسولیت په غاړه اخیستی دی.
ننگیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply