زابل کې د طالبانو پرضد پاڅون وشو

comments 0

هندوکش – زابل: له زابل څخه راپورونه وایي چې په دې ولایت کې لسګونو کسانو د وسله والو ډلو پر وړاندې پاڅون پيل کړ.
د زابل چارواکي وايي، پاڅون له شاه جوی ولسوالي پيل شوی او تمه دا ده چې ډېر ژر به د یاد ولایت نورو ولسواليو ته هم و غځېږي.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د طالبانو له ظلمونو او باج ګیرۍ په تنګ شوي او ژمنه یې کړې چې تر دې وروسته به طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې په برخلیک یې لوبې وکړي..
د پاڅون کوونکو سرلارې وایي، د نورو ولسوالیو له مشرانو سره یې خبرې کړي چې د دوی ملاتړ وکړي او وسله والو ډلو پرضد پاڅون وکړي او ځان او اولادونه د دوی له شره وژغوري.
بل پلو د همدې ولایت امنيتي او پوځي مسوولينو له یادو پاڅونوالو د ملاتړ تر څنګ وسله والو ته ګواښ وکړ، چې ډېر ژر به د یاد ولایت ټولې سيمې ترې پاکې کړي.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply