زابل کې د طالبانو مشهور قومندان وژل شوی

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل پولیس وایي چې په زابل ولایت کې یې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قوماندان وژلی دی.
د زابل امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار وایي، د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قوماندان او څلور ملګري یې تېره مازیګر په شاجوی ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
مایار وایي پر دغه مشر هوایي برید شوی دی.
تر دې دوه ورځې وړاندې هم زابل کې یو مشهور قومندان چې زیاتو بریدونو کې یې لاس درلود وژل شوی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments