زابل کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات 97 طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

26 Views

هندوکش – زابل: زابل کې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې 55 کسان وژل شوي او 40 تپیان دي.
یاد عمليات افغان ځواکونو د زابل په شمالي او جنوبي ولسواليو کي پيل کړي چی له امله یې د وسله والو طالبانو پټن ځایونه او اسلحې هم له منځه تلي دي.
په وژل شویو کسانو کي د وسله والو طالبانو مهم قوماندان هم شامل دي،چي وسلې او مهمات يې هم لمنځه وړل سوي دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي دغه عمليات،چي د هوايي ځواک ملتيا هم ورسره ده د زابل په شمالي ولسوالۍ دايچوپان او جنوبي ولسوالۍ سيوري کي ترسره سوي،چي په دايچوپان کي ۴۸ وسله وال طالبان د مهمو قوماندانانو په ګډون وژل سوي او ۲۹ نور ټپيان دي.
د زابل د والي وياند همدارنګه وويل،چي افغان ځواکونو د دايچوپان په ولسوالۍ کي بيا د درې ورځنيو تصفوي عملياتو په ترڅ کي اوه تنه وسله وال وژلي او يولس نور يې ټپيان کړي.
تردې دمه په اړه وسله والو طالبان څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments