زابل کې درې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش: د زابل ځايي چارواکي وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې نښتې پرمهال درې طالب وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د ارغنداب ولسوال امیر جان الکوزی ووايي، تیره شپه طالب وسله والو د یادې ولسوالۍ د لغړ بابا، شنو ټاټو او سه کیچه امنيتي پوستو باندې بریدونه کړي، چې په پایله کې یې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ارغنداب په زابل کې هغه ولسوالي چې د طالبانو تر څنګ بهرني ترهګر هم له افغان ځواکونو سره په جګړه دي، خو د افغان ځواکونو په عملیاتو او نښتو کې زیات طالبان وژل شوي دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply