زابل کې تړل شوي کلینیکونه پرانیستل شول

comments 0

هندوکش – زابل : د زابل د روغتیا ریاست چارواکي وايي، د طالبانو له لورې تړل شوي کلینیکونه خلاص شول.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر لعل محمد توخي وايي، دغه مرکزي روغتونه څه باندې یوه میاشت وړاندې پر موټر سایکلونو د ګرځېدو په غبرګون د طالبانو له لورې تړل شوي وو.
هغه وايي د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د زابل ولایت قومي مشران او مخور په دې توانېدلي، چې د تړل شویو مرکزي روغتونونو د فعالیت لپاره له وسله والو اجازه واخلي
توخي وويل، ديادو کلنيکونو په بندولوسره چې دولسواليو ولسونه له زياتو ستونزو سره مخ وو، دامهال به يې په بیرته فعالیت سره روغتیايي ستونزې حل شي
خو دا لا روښانه نه ده، چې د یادو روغتیايي مرکزونو د بیا پرانیستلو په بدل کې حکومت پر موټر سایکلونو د ګرځېدو بندیز لیري کړی او کنه پر خپل ځای پاتې دی.
ننگیالی کوهنورد

Comments