زابل کې افغان ځواکونو له یوې خونړۍ چاودنې څخه مخنیوی کړی دی

comments 0

هندوکش ـ زابل: د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي،چې تیره ورځ د کابل_کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې افغان ځواکونو۳ کړۍ ماینونه کشف کړی او له یوې خونړۍ چاودنې څخه مخنیوی کړی دی.
د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وایي،که یادو ماینونو چاودنه کړې وای،سلګونو کسانو ته به یې مرګ ژوبله اړولې وای.
امنیتي چارواکي وایي،چې وسلوال ترهګر هڅه کوي د سولې ملي پروسه کې خنډونه جوړکړي او په داسې کړنو سره د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي.
د یادونې وړ ده،چې څه موده وړاندې د یادې لویې لارې پورې اړوندو سرتیرو ۴ بوشکې ماینونه او یوه اندازه چاودیدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.
ننګیالی کوهنورد

Comments