زابل: ډله پيغلو پر ملي ځواکونو ډالۍ او ستاينليکونه و ويشل

comments 0

هندوکش ـ کلات: په زابل کې د شبانې خوشال په نوم د خوشال د خیريه بنسټ مشرې ددې ولايت له يو شمېرپيغلو سره يو ځای پر افغان ملي ځواکونو ډالۍ، ستاينلیکونه او ملي بیرغونه وويشل.

میرمن شبانې خوشال په هغو مراسمو کې  چې په دې تړاو په مرکز کلات کې نيول شوي وو د افغان سرتیرو سرښندنې او قربانۍ د يو ازاد او آباد افغانستان لپاره مهمې وبللې.

نوموړې وویل:« خويندې تل پر خپلو مړنيو وروڼو فخر کوي او  دا نن د ستر وياړ خبره ده چې ماته د يوې افغانې میرمنې په توګه خدای ددې موکه راکړه چې د داسې زمرو په منځ کې و اوسم چې دوی خپل ژوند زموږ له حيا او عزته قربان کړی دی.»

دوی په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې په دې وطن کې تر سرتیري بل هيڅوک د ستاينې او قدرونې ډير حقدار نه دی.

دوی په پای کې سرتیرو ته د ورور او خور په نوم راوړل شوې ډالۍ او ګلان هم ډالۍ  کړل.

احسان الله توخی ـ زابل

Comments

Leave a Reply