زابل: پنځه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – زابل: زابل کې د پوځ مسوولین وایي، دای چوپان ولسوالۍ کې پنځه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دوه سوه پنځه اتل قول اردو مطبوعاتي مسول تورن محمد صادق عیسی وايي، عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
عیسی همداراز ادعا وکړه چې د کندهار شاولیکوټ کې دعملیاتو په مهال اوه ویشت کړۍ ماینونه هم د افغان ځواکونو له لورې کشف او خنثی شوي دي.
عمران احمدزې

Comments