زابل ولایت کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ زابل: د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ترهګر طالبانو په یوه پټنځای برید کړي، چې په ترڅ کې یې ۳ ترهګر طالبان وژلي او ۲تنه ټپیان شوي دي.
د زابل ولایت ځایي چارواکي وايي، چې ترهګرو طالبانو د کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو په لویو لارو کې ۴۶ کړۍ بیلا بیل ماینونه خښ کړي وو، افغان ځواکونو کشف او ورسته یې له منځه وړي دي.
چاروکي وايي، طالبانو له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې نو له همدې امله په لویو لارو او عامه ځایونو کې ماینونه خښوي، چې له امله ملکي وګړي وژل کیږي.
ننګیالی کوهنورد

Comments