زابل: د طالبانو درې ځالې له منځه تللي

comments 0

هندوکش – زابل: راپورونه وایي، افغان هوايي ځواکونو د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د وسله والو درې پټنځایونه له منځه وړي دي.

د کندهار امنیتي مسوولین وايي، هوايي ځواکونو د زابل د شهرصفا ولسوالۍ اړوند “چنار” کلي کې هوايي بریدونه کړي، چې پر مهال یې د وسله والو درې پټنځایونه له منځه وړل شوي.

سرچینه وايي د دغو هوايي بریدونو پر مهال وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی معلوم.

بریدونو کې د طالبانو هغه مهم مشران هم وژل شوي چې تازه د کویټې څخه افغانستان ته د پسرلنۍ جګړې لپاره راغلي و.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments