زابل: د طالبانو برید ناکام شوی

comments 0

هندوکش – زابل: تېره شپه د زابل په ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید په شا وتمبول شو.
د ارغنداب ولسوال امیرجان الکوزی وايي، سلګونو طالبانو تیره شپه د ولسوالۍ پر ودانۍ او کمربندي پوستو ډله ییز برید وکړ چې د هغوی په مرګ ژوبلې پای ته ورسید.
الکوزی وايي، د افغان ځواکونو ځوابي برید او د هوايي ځواکونو ملاتړ طالبان په شاه کړل، د هغوی د یو قوماندان مولوي خلیل په ګډون شل طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
ولسوال وايي، د پنځو وژل شویو طالبانو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
ولسوال په دغه نښته کې د دووپولیسو د وژل کیدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د چارواکو په وینا د زابل ارغنداب ولسوالۍ د سقوط لپاره طالبان له نوبهار او نورو ولسوالیو راټول شوي و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments