زابل او کندهار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – زابل: ملي دفاع وزارت وایي، زابل او کندهار ولایتونو کې ۳۳ طالبان وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې خاکریز ولسوالۍ کې پر طالبانو عملیات کړي چې ۱۵ طالبان پکې وژل شوي او ۷ نور ټپيآن دي.
خبرپاڼه لیکي چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه قومندانان مصطفی او ګلاب هم شامل دي.
دغه راز د زابل د مرکز اړوند سیمه کې ۶ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
دا عملیات د کشفي راپور په اساس شوي چې د طالب ترهګرو تر ټولو ورانکاري کسان پکې له منځه تللي دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments