زابل او هلمند کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

comments 0

هندوکش ــ زابل: پولیسو په زابل او هلمند ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو لخوا د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د زابل ولایت د مرکز په اړوند شهرا کنډک ته څېرمه دوه کړۍ ماینونه او همداراز د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د اوومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کړۍ نښلېدونکی ماین ځای پر ځای کړي وو؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره د درنې ملکي مرګ ژوبلې مخه نیول شوې ده.
ننګیالی کوهنورد

Comments