زابل، پکتیکا او ننګرهار کې اوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول

comments 0

هندوکش ــ زابل: د زابل، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو د اوو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په کارېز سیمه کې څلور کړۍ ماینونه، د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ د مارزکو پر غځېدلې لار دوه کړۍ ماینونه او د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په اړوند پرتو سیمو کې هم یو کړۍ ماین د ترورېستي بریدونو د ترسراوي په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
پولیسو د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره د ملکي مرګ ژوبلو له ګڼو پېښو مخنیوی کړی دی.
ننګیالی کوهنورد

Comments